July 23, 2025
press_release
يا د محمد ﷺ په امت کې د اسلام غيرت! رسول الله ﷺ فرمايي: «هغه مؤمن نه دی چې خپل ګاونډي ته وږي ويده شي.» رواه الحاکم. زموږ په مصیبت د ونو او ډبرو ژړا راغله؛ زموږ سینې له وینې او درد څخه ډکې دي، زموږ ماشومان له لوږې او تندې مري، زموږ ښځې ژړا کوي
زموږ په مصیبت د ونو او ډبرو ژړا راغله؛ زموږ سینې له وینې او درد څخه ډکې دي، زموږ ماشومان له لوږې او تندې مري، زموږ ښځې د مؤمنانو د غیرت غوښتنه کوي. څوک چې د بمبارۍ نه مري، هغه له لوږې او تندې مري. خو د ناکامۍ درد زموږ لپاره د بمبارۍ، لوږې او تندې څخه ډیر سخت دی. ستاسو وروڼه په غزه کې بې کوره ګرځي، او د لوږې او تندې له امله یې غږ بند شوی دی، وروسته له هغې چې د خدای تعالی پرته د بل چا د مرستې امید نه وي پاتې، دوی غږ کوي: د اسلام امت چیرته دی؟ د دین غیرت چیرته دی؟ د مومنانو مرسته چیرته ده؟