یو ځل بیا، په تنزانیا کې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۲۹مې پیل وروسته تاوتریخوالی څو ورځې دوام وکړ، چې په پایله کې یې د ملکي خلکو د ژوند له لاسه ورکولو او خصوصي او عامه زیربناوو ته د زیانونو رسیدو لامل شو. په ۱۹۹۵ کال کې په تنزانیا کې د څو ګوندي ریاستي ټاکنو له ترسره کیدو راهیسې، د تاوتریخوالي بیا راژوندي کیدل د هر پنځو کلونو په وقفه کې یو پرله پسې او دوامداره موضوع وه. په هرصورت، د سږ کال تاوتریخوالی خورا لوی او پراخه دی تر دې چې د ۲۰۰۰ کال له دردناکو پیښو څخه هم تیر شوی، چیرته چې د اپوزیسیون (متحده دیموکراتیک محاذ) له ۴۰ څخه ډیر پلویان ووژل شول