June 20, 2025
press_release
"له (اسرائيل) له جوړېدو وروسته موږ له یوې متحدې عربي نړۍ سره مخ شو او هغه مو ورو ورو سره ووېشله"
نتنياهو په دغو ټکو سره خپل قوم او نړۍ ته خطاب کوي او داسې فخر کوي لکه چې يې دا کار کړی وي، او هغه د خپل قوم د عادت سره سم د بهت قوم دی، دروغ وايي او هغه څه ادعا کوي چې د هغه حق نه دی! د غضب شويو د وجود او د خلافت د دولت له ړنګېدو مخکې مسلمانان یو واحد امت وو چې یو دولت يې سره راټول کړی و، او دې امت ته تا نه ده تفریق کړې، بلکې هغه بادارانو ته چې تا يې د شر او مکر په سترګو کې جوړ کړې، هغه بادارانو ته چې له دې امت سره يې اوږدې پېړۍ جګړه وکړه او د هغوی زور يې وڅکه او د هغوی د پلازمېنو سقوط يې یو په بل پسې ولیده؛ قسطنطنیه فتحه شوه او نږدې وه چې خور يې (روم) هم سقوط وکړي، خو د الله تعالی تقدیر دا و چې هغه د راتلونکې نوې فتحې لپاره ذخیره پاتې شي، ان شاءالله تعالی.